
کابل، د غوایي ٢٩مه، باختر
د بامیانو په یکاولنګ نمبر ٢ ولسوالۍ کې د ٢ ميليونو او ٨٠٠ زره افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد امین رسا وویل، چې دغه کانال د ٣٠٠ مترو په اوږدوالي د AFO ادارې په مالي ملاتړ د ٢ ميليونو او ٨٠٠ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي.
رسا زیاته کړه، چې د دغه کانال په رغېدو سره به ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او هم به یې له ګټې ۵۰۰ کورنۍ برخمنې شي.
لمر