نړۍ

د تورخم دروازه لا اوس هم له ويزې پرته افغانانو پرمخ تړلې ده

دويچه ويله – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
د جون د مياشتې په لومړۍ نيټه پاکستاني مقاماتو د تورخم سرحدي دروازه د هغو مسافرانو وتړله چې پاسپورت او پاکستاني ويزه نه لري .
زيات مسافران په دواړو لورو په بې صبرۍ سره د حل لارې ته سترګې په لار دي.
پاکستان، افغانانو لپاره د بې ويزې تګ راتګ درې اوونۍ له هغه وروسته عملي کړ چې د افغانستان سرحدي امنيتي ځواکونو د پاکستان د اردو د يوې سرحدي پوستې د جوړولو مخه ونيوله .
اوس پاکستان د تورخم پوله د بې سندو افغانانو پرمخ تړلې ده او زيات شمېر مسافران په سرحدي سيمه کې د دغه سرحد د بيا پرانستلو په هيله سترګې په لار دي. يوازې هغوکسانو ته اجازه ورکول کيږي چې په پاسپورت کې يې پاکستاني ويزه درج وي
د تورخم په پوله کې يوه مسافر د دويچه وله خبريال ته وويل: بدحالت دى؛ هغوى اوس زموږ په خپل کورکې له موږ څخه پاسپورت غواړي.
دا موږ ته د منلو وړنه دى او هيڅ وخت به يې ونه منو، دلته ستره ستونزه ده .
يوبل مسافر هم وويل: بچيان مې دلته پاتې دي، يو يې ژاړي او بل جل وهلى دى ماته ووايي چې زما ګناه څه ده؟ موږ يوازې غواړو په دې پوه شو چې په دې منځ کې زموږ د عادي خلکو ګناه څه ده؟
د هغوى له خولې، د پاکستان دغه اقدام د پولې په دواړو لورو مسافر افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي .
د تورخم په سرحدي دروازه کې د افغانستان او پاکستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ د اصولي ستونزه په خپل ځاى کې پاتې ده، خو له هغې څخه زيانمنوونکې پايلې مسافرين زغمي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمه کې اوسنى حالت په داسې حال کې دوام لري چې په دې وروستيو وختوکې د داړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ هم انتقادونه او تورنول زيات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته