
کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د بامیانو د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د کور په کور یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې شبکې د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس ملا ضیاءالله خادم وویل، چې دغه شبکه د یادې ولسولۍ په سرتنګ سیمه کې د یونیسف او خلکو په همکارۍ د ۸ میلیونو، ۱۷۹ زره او ۶۷۶ افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې پرمت یې ۳۸۰ کورنیو، د یوه ښوونځي او دریو جوماتونو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
خادم زیاته کړه، چې دغه شبکه د ۶ زره ۴۶۵ مترو په اوږدوالي جوړه شوې، چې په کې د لمریزې برېښنا سېستم، دریو ژورو څاه ګانو کیندل، د لمریزې برېښنا ۴۲ تختې او ۱۹۵ نل لیکو غځول شامل دي.
لمر