امنیت

په نورستان کې دطالبانو او دالقاعده شبکې ديو تروريستي مرکز دړې وړې کيدل .

کابل باختر د ثور يوولسمه :
دوسله والو طالبانو او دالقاعده شبکې يو ګډ تروريستي مرکز دناټو دهوايي بمباري له امله  دړې وړې شوى دى .
دغه مرکز چې  دوايګل ولسوالۍ ته څيرمه موقعيت درلود نن له غرمې وروسته دناټو دجنګي الوتکو له خوا  پرې بريد وشو او دړې وړې شو .
  دنورستان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالکريم عمريار باختراژانس ته وويل  چې ددغو بمباريو له امله  دالقاعده  اودطالبانو ستر مرکز له منځه تللى دى .
ويل کيږي چې په دې بمباري کې  دالقاعده څو تنه غړي  او طالبان هم وژل شوي دي  خودنورستان امنيه قوماندان په دې پيښه کې  دسر درسيدلى زيان په باب  بې خبري وښودله .
  جنرال عمريار وايي  چې په دغه مرکز کې دافغانستان په ختيځ په تيره بيا  نورستان کې  دوسله والو طالبانو او دالقاعده شبکې دزياترو تروريستي بريدونو پلانونه  جوړيدل .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ،  په دغو مرکز کې وسله وال طالبان  او دالقاعده غړي  په ګډه دتروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و .
دنورستان ولايت امنيه قوماندان وايي  چې ددغه تروريستي  مرکز په دړې وړې کيدو سره به  په دغه ولايت کې  دوسله والو طالبانو او دالقاعده دغړو  بريدونه  کم شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته