امنیت

د دايکنډي ولايت په ځينو برخوکې د لسګونو تنو پوليسو ځاى پرځاى کيدل

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
په لسګونو تنه پوليسان په دايکنډي ولايت کې د امنيت د تامينولو او د تروريزم پرخلاف د مبارزې په مقصدځاى پرځاى شول .
دغو ځوانانو چې شمېر يې ٧٥ تنو ته رسيږي؛ نوى يې د دايکنډي په پوځي اکاډمۍ کې زده کړې پاى ته رسولې دي .
د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى درمحمدحسن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ځوانان د دغه ولايت دپوځي برخو په واحدونوکې ځاى پرځاى شول.
د حسن دڅرګندونو له مخې: ددغوځوانانوځاى پرځاى کيدل به دامنيت په تامينولو او په خاصه توګه د انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ مهم دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته