امنیت

طالبانو يو تنکى ځوان د ځانمرګي بريد لپاره استولى و

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٠ :
په داسې حال کې  چې دبشر دحقوققو مدافعانو ديو شمېر ماشومانو او تنکيو ځوانانو  دبنديتوب له امله هغه هم په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو دترسره کولو په تور انديښنه څرګنده کړې ده؛  دافغانستان دملي امنيت ادارې  په بادغيس کې  ديوې  چاودنې هغه هم ديوه ١٢ ماشوم له خوا دترسره کيدو مخه ونيوله .
د باخترآژانس دخبرله مخې : 
دافغانستان دملي امنيت ادارې  يوه خبرپاڼه او تصويرونه خپاره کړي دي چې ښيي دوسله والو طالبانو ډلې غوښتل چې ديوه ١٢کلن ماشوم په واسطه يو ځانمرګى بريد ترسره کړي.
چاوديدونکي توکي ددغه ماشوم په بدن کې ځاى پرځاى کړاى شوي و چې له لرې واټن څخه کنتروليدل. خو دغه هلک مخکې له دې چې يوه ورزشي ډګر ته ننوځي دامنيتي ځواکونوله خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
هغه سړى چې ريموټ کنترول يې په واک کې درلود؛ هم پيژندل شوى او نيول شوى دى .
مخکې له دې هم وسله والو طالبانو له ماشومانوڅخه په ځانمرګو بريدونو او د چاوديدونکو او نشه يي توکو په ليږدونه کې استفاده کړې ده.
وروستى مورد په کندز پورې اړه پيدا کوي چې څه موده مخکې په کندز ولايت کې د پوليسو ځواکونو  يو هلک ونيوه چې دځانمرګي بريد دترسره کولو نيت درلود.
دغه راز يوه بل هلک  چې دځانمرګي بريد ترسره کولو ته  ګومارل شوى و ، ځان  امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.
طالبان په ځانمرګو بريدونوکې له ماشومانو او تنکيو ځوانانو څخه په استفاده کې  بده سابقه لري؛ يوځل  دوى  يو ماين  د روزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې ديوې اته کلنې نجلۍ په لاس کې ورکړچې دپوليسو يوې  پوستې ته  وليږدوي هغه ماين چې له لرې واټن څخه اداره کيده؛ پوستې ته څېرمه وچول شو او دغه بېګناه نجلۍ ووژله شوه.
د يادونې وړ ده چې دبشر دحقوقو مدافعانو په دې وروستيو وختو کې دافغان امنيتي  بنسټونو له خوا  دتروريستي فعاليتونو  او له وسله والو مخالفينو سره دهمکارۍ په تور  ديو شمېر ماشومانو او تنکيو ځوانانو دبندي کيدو په باب ديو رپوټ په خپرولو سره  انديښنه څرګنده کړې ده . په داسې حال کې چې دوسله والو طالبانو او د نورو تروريستي ډلو کړنو ته   کومه اشاره نه ده شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته