سیاست

قاضي القضات : دافغانستان قضايي سيسټم له بل هر وخت څخه زيات قانونمند اوځواکمن شوى دى

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٩ :
. قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې وروسته په کابل کې د استراليا سفارت له مرستيالې ميرمن انجيلا مکدونالد او ددغه سفارت له لومړى سکرترسره  وکتل.
په دې کتنه کې قاضي القضات لومړۍ د دواړو هيوادونو ترمنځ  د تاريخي او دوستانه اړيکو  او د دواړو ملتونو ترمنځ  د ښو مناسباتو او دافغانستان له سياسي نظام سره  د استراليا د دولت د ملاتړپه باب خبرې وکړې او د هېوادپه بيا جوړولو کې د استراليا د دولت کارنده رول  او د افغانستان له دولت سره ددغه هيواد  ملاتړ يې  په دوه اړخيزو اړيکو کې  ډير مثبت عامل  وباله  .
قاضي القضات دغه راز د هېواد د قضايي نظام د حالت په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دافغانستان قضايي سيستم له بل هروخت څخه زيات قانونمند اوځواکمن شوى دى او خلکو ته د ښه  قضايي خدمتونوپه وړاندې کولوکې په جدي توګه هڅه او هاندکوي .
د سترې محکمې مشرتابه د قضائيه قوې دکاري ظرفيت اوځواکمنۍ او د کادري چارو په پياوړتياکې زيات اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي او دتخنيکي، تجهيزاتي  اوترانسپورتي  ستونزو په حل کولو يې لاس پورې کړي  دي او له دې سره  جوخت يې د اجرااتو نن په ګړندي کولو کاري شفافيت، له اداري فسادسره په جدي مبارزه او دقاضيانو اومحکمود امنيت  په تامينولو کې يې مثبتې  نتيجې ترلاسه کړي دي او هيله يې وکړه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دوه اړخيزې قضايي همکاري هم پراختيا ومومي او د قضايي تجربو د تبادلې په مقصد، افغان قاضيانو ته دمشاهداتي سفرونو زمينې برابرې شي .
په مقابل کې د استراليا دسفارت دمرستيالې ميرمن کدونالد خبرې وکړې  او زياته يې کړه چې د استراليا او افغانستان ترمنځ  اړيکې له شک پرته تاريخي لرغونتيا لري  او د استراليا دولت دافغانستان دسياسي نظام ملاتړ کوي او دقانون د واکمنۍ د تامينولو او د قضايي عدالت دتطبيق په لاره کې دقضايي نظام  پرمختګونه په علاقمندى سره تعقيبوي او په دې پوهيږي چې افغانستان اوس  د واحد او خپلواک هيواد په توګه قانوني اواغيزمن مرکزونه لري او ددې هيله ورکوي چې په ټولو برخوکې دمسووليتونو د ليږدونې دبهير له بشپړولو وروسته کولاى شي  ديو خپلواک هيواد په توګه خپل سياسي ژوندانه ته دوام ورکړي او داستراليا دولت به دپخوا په شان د افغانستان او دهغه پربنسټ دسياسي نظام  ملاتړ وکړي او په قضايي برخه کې دهمکاري دوام چې د افغانستان دقضايي نظام دظرفيت د لوړولو سبب شي؛ هم ددغه هيواد د دولت دپروګرامونو يوه برخه ده .
په دې کتنه کې دسترې محکمې غړى ډاکتر عبدالملک  کاموي اود قضايه قوې  د ادارې  عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي  هم برخه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته