امنیت

له ډار اچوونکو ډلو سره د دوو تنو ماشومانو د يوځاى کيدو مخه ونيول شوه

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه :
په ننګرهار ولايت کې له ډار اچوونکو ډلو سره د دوو ماشومانو د يوځاى کيدو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو دغه دوه تنه ماشومان چې د تروريستي بريدونو د زده کړې په خاطر د بهسودو ولسوالۍ ته ليږدول شوي وو؛ د ځانګړو عملياتوپه بهيرکې وژغورل .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: ډار اچوونکو دغه دوه تنه ماشومان په جلال اباد ښارکې د اسلامي علومو د زده کړې له يوې مدرسې څخه تښتولي و او غوښتل يې د ډار اچوونکو بريدونو له زده کړې وروسته هغوى په افغانستان کې ځانمرګو بريدونو ته چمتو کړي .
ژغورل شوي ماشومان وايي چې يرغلګرو دوى په مدرسه کې بيهوښه کړل او د ډار اچوونکو بريدونو د زده کړې لپاره يې وليږدول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې ژغورل شوي ماشومان کورنيو ته يې سپارل شوي دي .
ده وويل: د دغو ماشومانو د تښتونې عاملين تښتيدلي او د هغو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته