امنیت

لس تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل باختر د سلواغې  اوومه :
لس تنه په ننګرهار ولايت کې د نشه يي توکو د ليږدونې په جلاجلاپيښوکې ونيول شول.
دغه کسان په تيروڅليرويشتوساعتوکې کله يې چې غوښتل نشه يي توکي  نامعلوم ځاى ته وليږدوي.
د ننګرهار ولايت د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
  د ننګرهار د والي وياند  عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان  د دوه سوه کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې په جلا جلا پيښوکې ونيول شول.
  ده وويل: نيول شويوکسانو دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په خپلو موټرونوکې ځاى پرځاى کړي و ، له بله پلوه دننګرهار پوليس وايي چې نهه تنه يې  دبېلابېلو جنايي پيښو په تور نيولي دي.
دغه کسان د وروستيو څليرويشتو ساعتو په بهيرکې د وژنې، د نشه يي توکو دقاچاقو، غلا، شوکمارى او د انسان تښتونې په تور د ننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته