
– کابل، د غوایي ۱۹مه، باختر
د امریکاجمهور رییس د دغه هېواد له کانګرس څخه غوښتنه وکړه چې په هغه هېواد کې د نیمه اتومات وسلو پر کارولو بندیز ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د امریکا په ښارونو او عامه ځایونو کې په بېلابېلو پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې بایډن له امریکايي وکیلانو غوښتي وو چې د نیمه اتومات وسلو پر کارولو بندیز ولګوي، خو وکیلانو د نظر د اختلاف له امله تراوسه دغه لایحه تصویب نه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالات د پرمختللو هېوادونو په منځ کې د وسلو له امله د مړینې ترټولو لوی شمېر لري.
سره له دې چې د نوي میلادي کال یوازې څلورمیاشتې تېرې شوي، تر اوسه ۱۹۸ خونړي بریدونه شوي، چې په هره پېښه کې څه ناڅه ۴ کسان وژل شوي، په دې مانا چې په تېروڅلورو میاشتو کې تر ۸۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
امریکا کې په اوسط ډول د ۵ او ۱۲ ورځو ترمنځ یو وار ډله ییزې ډزې ترسره کېږي
دغه شان ډله ییزې ډزې په امریکا کې دومره زیاتې شوې چې په کړکېچ بدلې شوي دي.
په امریکا کې زیات تاوتریخوالی جنسیتي، د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او د لږکیو پر وړاندې دی چې ټولنیز امنیت یې له منځه وړی دی.
په امریکا کې د بشري حقونو مدافعان وايي چې په امریکا کې په هره دقیقه کې یو جنسي تېری کېږي او هر کال په امریکا کې د تاوتریخوالي له امله د وژنې زرګونه پېښې ثبتېږي.
امریکا د نړۍ هېوادونو په منځ کې د مصونیت او ټولنیز امنیت له پلوه په ښه حالت کې نه دی اوځان یې د بشري حقونو د مدافع په توګه ځای په ځای کړي او په همدې نوم زیاتره خلک او هېوادونه په نښه کوي.
\ ذ