امنیت

په هرات کې د محرم د ورځو د امنيت په تامينولو کې د امنيتي او وګړنيو ځواکونو کارونه وستايل شول

کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
دهرات والي په دغه ولايت د عاشورا د مراسمو دامنيت د تامينولو په لاره کې  دامنيتي او وګړنيو وځواکونو له همغږي او ګټورو هلوحلو څخه قدرداني وکړه .
په هرات ولايت کې د خداى (ج) د رسول د لمسي د شهادت د کاليزې د درناوي ځانګړي مراسم تر سختو امنيتي تدبيرونو لاندې او د بېلابېلو قشرونو په تېره بيا  د وګړنيو کمېټو په همکارۍ سره په بشپړه امنه فضا کې پرځاى شول او د هرات خلکو هم د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو قدرداني وکړه .
سږکال حسيني عاشورا په بېلابېلو خو د تيرو کلونو په پرتله په محدودو مراسمو سره  په هرات ولايت کې پرځاى شول چې د هرات خلک د تېر يو کال په بهيرکې په جوماتونو او مقدسه اماکنو د لسګونو وسله والو تروريستي بريدونو شاهدان وو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته