امنیت

دهلمند دپوليسو تعليمي مرکز جوړ شو.

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دهلمند ولايت دپوليسو تعليمي مرکز ديوولسو مليونو ډالرو په لګښت جوړ شو.
په لښکرګاه کې دپوليسو د روزنيز مرکز  د ودانۍ د کار په بشپړيدو سره د دغه مرکز مسووليت پرون افغانانوته  وسپارل شو .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دهلمند دپوليسو د روزنې نوي مرکز په  څوارلسو بلاکونو دبريتانوي ځواکونو له خوا ديوولسو مليونو ډالرو او په لښګت جوړ شوى دي.
دغه مرکز د هلمند دبيا رغاونې دټيم له خوا سيمه ييزو مقاماتو او دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې  لوى قوماندان معشوق احمد سيلاب ته وسپارل شو .
دهلمند د پى آر ټي  رييس په خپلو خبرو کې وويل ،  چې د دغه مرکز  چارې پخوا دايساف په چوکات کې دبريتانوي ځواکونو له خوا پرمخ   بيول کيږي .
دکورنيو چارو وزرات د ښوونې او روزنې قوماندان  دانګلستان دمرستو له امله مننه وکړه  او ويې ويل ،  بريتانيا نه يوازې دپوليسو د روز نيز مرکز د ودانۍ دجوړولو په برخه کې مرسته کړې ده بلکې يو زيات شميرملي پوليس دبريتانوي افسرانو له خوا روزل شوى دي.
دهلمند والى محمد نعيم له پوليسو  وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه ښه استفاده وکړې او  دامنيت په تامينولو کې فعاله ونډه واخلي .
ددغه مرکز قوماندان سمونمل عبدالمجيد ظفر خيل وويل دغه  مرکز په ٢٠٠٦
کال کې په فعاليت پيل کړى دى او تراوسه پورې  څه  دپاسه اووه زره تنه پوليسان د
افسري ، ساتنې او په  نورو څانګو کې روزل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته