
کابل، د غوایي ٢٩مه، باختر
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حکمت الله محمدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په راغستان ولسوالۍ کې د مرکزي مدرسې په نوم یوه دیني مدرسه د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي، چې په یوه وخت کې د څه باندې ٢٠٠ کسانو د ځایولو وړتیا لري.
محمدي زياته کړه، چې په دغه مدرسه ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ځایي خلکو له لوري ورکول کېږي.
لمر