امنیت

طالبانو بيا هم ديوه سيمه ييز پوليس سر غوڅ کړ

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
ديوه سيمه ييز پوليس سر تيره شپه  په سرپل ولايت کې  د وسله والو طالبانو        له خوا غوڅ کړاى شو .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ  داوپراسيون آمر سيدنقيب الله درمان باختر آژانس ته وويل :  وسله والو طالبانو دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ دخواجه يګان په سيمه کې دعملياتو په بهيرکې  ديوه سيمه ييز پوليس سرغوڅ کړ.
ده زياته کړه   چې دسيمه ييزو پوليسو ددغه سرتيري مړى پرون سهار کورنۍ     ته يې وسپارل شو.
خبرځاى زياته کړه  دامرالله په مشرۍ څلور تنه وسله وال طالبان  چې يوه مياشت  مخکې دسولې له بهيرسره يوځاى  شوي وو  او د سرپل ولايت  دمرکز شيرمونو په سيمه کې د وګړنيو پاڅون کوونکو له ځواکونو سره يوځاى شوي وو  بيرته  له طالبانو سره يوځاى شول .
دا په داسې حال کې ده  چې  دلړم دمياشتې په ١٦ شپه هم دطالبانو يو قوماندان له خپلو اوو تنو ملګرو سره يې  چې دوه مياشتې مخکې دسولې له بهيرسره  يوځاى شوى و  دپنځو تنو  وګړنيو پاڅون  کوونکو په شهيدانولو سره له  وسلو او مهماتو سره  له طالبانو سره يوځاى شول.               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته