امنیت

په لوګرکې د چرسو د پروسس د يوې فابريکې کشف او ړنګول

کابل باختر دليندۍ شپږ ويشتمه :
په لوګر ولايت کې د چرسو د پروسس يوه فابريکه کشف او ړنګه شوه.
دغې فابريکې د لوګر ولايت د مرکز پل علم ښار په مربوطاتوکې د هوني سيدان په کلي کې فعاليت کاوه چې تېره شپه د ملي امنيت د مامورينو په ځانګړو عملياتو کې کشف او ويجاړه شوه.
د لوګر ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ملي امنيت مامورينو د چرسو د پروسس د دغې فابريکې له کشفولو وروسته ٨ ټنه چرس وسوځول او کابو ٦٢٠ کيلوګرامه  نور يې ضبط کړل .
د ملي امنيت دغه خبرځاى وايي چې د عملياتو په وخت کې په فابريکه کې څوک نه و او د هغې د خاوندانو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته