
کابل، د وري ١٧مه باختر
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د صدای بانوان راډیو چې یوه اوونۍ وړاندې په خپرونو کې د تخطۍ له امله بنده شوې بېرته خپلې خپرونې پیل کړې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس معزالدين احمدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه راډیو یوه اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف خپرونو له امله تړل شوې وه، چې نن يې بېرته مسوول مديرې له خوا تر ژمنې وروسته خپلې خپرونې پیل کړې.
د يادې راډیو مسوول مديرې ناجيه سروش د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف خپرونې مني او وایي، چې د دوی د همکارانو له خوا په اشتباهي توګه موسيقي خپره شوې وه، چې له دې وروسته به بیا تکرار نه شي.
لمر