امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

– کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه : 
ديارلس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د فارياب ولايت په شرين تګاب ولسوالۍ کې  د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دشرين تګاب ولسوالۍ د کوه صياد په کلي کې د هوايي ځواکونوپه بريدکې هغه وخت ووژل شول چې په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د قوماندان قاري رحمت الله په قرارګاه هوايي بريد وشو .
خبرځاى زياته  کړه: په دې هوايي بريد کې ١٣تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول او د هغوى دوه ټينګ سنګرونه هم دړې وړې شول.
ديوبل خبرله مخې:
اووه تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې له پوليسو سره په  نښته کې ووژل شول.
خبرځاى زياته  کړه: دغه جګړه تېر ماښام د قيصار ولسوالۍ د ظهوريانو په سيمه کې  ونښته چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته