(PS)خبرونه(PS)ورزش

بدخشان کې د ١٠ ميليونو افغانيو په لګښت د فوټسال جمنازيوم جوړ شو

کابل، د غوایي ٢٨مه، باختر
د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې د یوه سوداګر له خوا د ١٠ ميليونو افغانيو په لګښت د « جمنازیوم فوتسال الاتحاد» په نوم د فوټسال جمنازيوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه جمنازيوم د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د دفتر رئیس قاضي خیرالله حکیمي د سپورټ برخه کې پانګونه مهم ګام وباله او ويې ویل، چې ځوانان بهترینه سرمایه ده او په ځوانانو پانګونه د هېواد د راتلونکي پیاوړي کول دي.
حکیمي له نورو سوداګرو هم وغوښتل، چې راشي خپل هېواد او سیمه کې پانګونه وکړي.
ورته مهال د یاد جمنازيوم مسوول سجاد یونسي وویل، چې دغه جمنازيوم د ١٠ ميليونو افغانيو په لګښت د ٨ مياشتو په موده کې جوړ شوی، چې له دې وروسته به په کې لوبې ترسره کېږي.
په همدې حال کې د دغه ولایت یو شمېر ورزشکارانو د سپورټ لپاره د ځایونو او زمینې برابرول له نشه یي توکو د ځوانانو په مخنيوي کې مهم وبلل.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا