اقتصاد

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه بریالي یاد کړل

-کابل باختر د  زمري پنځمه
د پیسو نړیوال صندوق د زمري دمیاشتې په دریمه نېټه د یوي مقالي د خپرولو له لارې د سولې راوستلو، اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا، رفاه او ځان بسیاینې، د لوی اقتصاد د مدیریت پیاوړتیا، له فساد سره مبارزه، د پیسو مینځلو او نورو مهمو برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه وستایل.
د یاد صندوق مقاله زیاتوي: افغان حکومت وتوانید چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال څخه ورورسته د پیسو نړیوال صندوق په مرسته خپل ملي عواید ۵۰ سلنه زیات کړي. په ملي عوایدو کې یاد زیاتوالی د افغان حکومت له لوري په عایداتي سرچینو کې اصلاحات او په مالیاتي قوانینو د تعدیل په پایله کې تر لاسه شوي دي.
همدا رنګه د دغې مقالې په یوې برخه کې راغلي دي افغانستان د هغو هیوادونو له لیست څخه وتلی دی چې د پیسو مینځلو او د تروریزم مالي تامین په برخو کې همکاري نه کوي.
مقاله زیاتوي: د یوې ښې او ډاډمنې راتلوونکې لپاره اړینه ده چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ  دوه اړخیزه همکاري دوام وکړي. د پیسو نړیوال صندوق یادې موخې ته ژمن دی او په دې برخه کې له افغان حکومت، نړیوال شریکان او نړیوال بانک سره له نږدې کار کوي.
د یادونې وړ ده چې د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاوو درې کلن پروګرام د تمدید ((ECF) تر عنوان لاندې په خپله لومړنۍ څیړنه کې د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې د لوی اقتصاد د مدیریت پیاوړتیا، اصلاحات او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغان حکومت کړنې بریالۍ وارزولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته