(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

بدخشان کې د څه باندې ۳۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت د نږدې ۵۰ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد د سړک چارې د څه باندې د ۳۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست له ملا محمد یونس اخندزاده له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر د بزای ګنبد څخه د چین هیواد تر پولې پورې د ۴۹.۷ کیلو متره د نوي سړک جوړولو او د جغل اچولو چارې رسماً پيل کړې.

د یاد سړک چارو د پيل پرمهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د دغه سړک جوړول يوه حياتي او مهمه پروژه یاده کړه او ويي ویل، چې د نوموړې پروژې په بشپړېدو سره به د واخان ولسوالۍ د ولسونو شته ترانسپورټې ستونزې هوارې شي.

 دغه پروژه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړک جوړونې ریاست او د پراختیايي شوراګانو له خوا د ۳۶۹ میلیونو ۵۷۹ زره او ۲۲۷ افغانيو په لګښت پلې کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا