خبرونهاقتصاد

بدخشان کې لسګونه کسان د ځمکو د غصب په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شول

 کابل، غبرګولي ۵ مه، باختر

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لسګونه کسان د ځمکو د غصب په تور عدلي او او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل.

د بدخشان د ښارجوړولو او ځمکو ریاست مسولینو د دولتي ځمکو د غصب په تور د ۳۵ غاصبینو نوملړ ترتیب او اړوندو ادرو ته وسپاره.

یادو کسانو له فیض اباد څخه تر کشم ولسوالۍ پورې د عمومي سړک حریم غصب کړی و، چې نومونه یې په یو نوملړ کې ترتیب، عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شول.

دغه راز د بدخشان د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه (۵۰) قطعې مکتوبونه اړوندو بنسټونو ته استولي دي.

یاد وزارت ویلي، چې هیچا ته به د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب اجازه ورنکړي.

هېره دې نه وي چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د غصب شویو ځمکو د ازادولو ژمنه کړې او تر دې دمه د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه جریبه ځمکه یې د غاصبینو له منګولو ژغورلې ده.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا