
کابل،د وږي مياشتې لومړۍ باختر
د بدخشان د ياوان ولسوالۍ د ريمان شنګان په سيمه کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون٨ تنه ووژل شول او ٢ نور ټپيان شول.
د بدخشان د ياوان ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ قاري صدرالدين د باختراژانس خبريال ته وويل يو فرونر موټر نن د تخنيکي ستونزې او د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله له واټ څخه ووت او چپه شو چې په پايله کې ۸ تنه ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.
هغه زياته کړه د پيښې ټپيان د دغې ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي او موټر چلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى دى.
\ ذ