ټولنه

د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٣ :
د روحاني رهبرپیرسیداحمدګیلاني دمړینې په مناسبت دحامد کرزي پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان ستر ملي او روحاني شخصیت او جهادي رهبر پیر سید احمد ګیلاني د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني د افغانستان د جهاد پیاوړی مشر و. هغه د جهاد په دوران او همداراز تر جهاد وروسته د خپل هېواد او خلکو لپاره ارزښتمن او نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.

ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره بې سارې هلې ځلې وکړې، آن تر دې چې د ناروغۍ په حالت کې یې د سولې د عالي شورا مسوولیت پر غاړه واخیست او د ژوند تر وروستیو شیبو پورې یې افغانستان ته د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ.

د ده مړینه د افغانستان د خلکو لپاره یوه ستره ضایعه ده.

د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ولس ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره ده ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته