کابل / د سلواغې ۲۳ مه / باختر
د ريیس الوزرا اقتصادي مرستيال د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون او اړوندو وزارتونو په خپله نوبتي غونډه کې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو او د هغوی پر حل خبرې وکړې .
په دې غونډه کې د رییس الوزرا مرستیال په امر صنعتکارانو ته د هغوی له اړتیا سره سمه د افغانستان برېښنا شرکت برېښنا ور زیاته کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د صنعتکارانو ټولنې شکايت کړی و چې دوى د خپلې اړتيا وړ برېښنا نه لري او دې چارې يې پر کار او توليداتو بد اغېز کړى دى.
ن/ر