سیاست

دماليې وزير دنړيوال بانک له اجراييوي رييسې او دامريکا دنړيوالې پرمختيايي ادارې له سرپرست سره وکتل .

کابل باختردثور  دويمه :
دمالېې وزير اکليل حکيمي پرون دامريکا په واشنګټن ډي -سي کې  دنړيوال بانک او دپيسو دنړيوال صندوق دپسرلنۍ غونډې تر څنګ  دنړيوال بانک داجراييوي رييسې ميرمن  کريستالينا  جيو رجيفا سره وکتل .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :  په دې کتنه کې په افغانستان کې دنړيوال بانک درول دراستنيدونکو مهاجرينو دبيا ځاى پرځاى کولو اړتياو او ملاتړ ته په پاملرنې سره  دنړيوال  پرمختيايي ټولنې داتلسو اختصاصي منابعو له لارې  دونډې دزياتوالي ، دکارموندنې په برخه کې دنړيوال بانک دملاتړ ، خصوصي برخې  دګډو پروژو دتطبيق په خاطر داسيا د بنسټيزې  پانګې اچونې له بانک سره دهمکارۍ او دعلاقې وړ نورو موضوعګانو په باب خبرې اترې وشوې .
  دغه راز دماليې وزير  دامريکا دمتحده ايالاتو  دنړيوالې پرمختيايي ادارې له سرپرست سره په جلا کتنه کې  افغانستان ته دامريکا دملي امنيت  دسلاکار مکمستر دوروستي  سفر دمرستو اغيزمنتوب او جلب او جذب او دلازيات شفافيت په خاطر دتکنالوژۍ دمعرفي کولو په ګډون په انتخاباتو کې ددغې ادارې درول په باب  هراړخيزې خبرې اترې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته