سیاستخبرونهنړۍ

بريټانيا: په افغانستان کې  د سياسي بدلون لپاره  د تاوتريخوالي ملاتړ نه کوو

 کابل، دغبرګولي٣٠مه، باختر

بريټانيا اعلام کړى دى چې په افغانستان کې  د سياسي بدلون لپاره د تاوتريخوالي ملاتړ نه کوي، چې د بريټانيا دغه دريځ د اسلامي امارت له هرکلي سره مخ شوى دى.

د بريټانيا دولت په يوه رسمي وينا کې ټينګار کړى، هغه کسان چې په افغانستان کې د سياسي موخو لپاره تاوتريخوالى رامنځته کوي، ملاتړ یې نه کوي او اجازه نه ورکوي  چې د بريټانيا خاوره د دغه پروګرامونو لپاره وکارول شي.

د بريټانيا دولت په وينا کې ويل شوي دي ” د بريټانيا دولت د افغانستان د خلکو په ګډون له هيڅ شخص څخه  چې د تاوتريخوالي له لارې د سياسي بدلون په لټه کې وي، ملاتړ نه کوي او اجازه نه ورکوي چې د بريټانيا خاوره د دغه شان پروګرامونو لپاره وکارول شي، د سولې او ثبات د تامينولو، د افغانستان خلکو ته د اساسي بشر دوستانه ملاتړ د وړاندې کولو او د امنيت په اړه د ګډو اندېښنو د څيړنې لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره  له عملي تعامل پرته بل انتخاب شتون نه لري.”

په وينا کې ټينګار شوى چې هيڅ راز تاوتريخوالی د افغانستان او د نړيوالې ټولنې په ګټه نه دى او هر راز ډار اچونکی بريد غندي.

مخکې له دې د افغانستان لپاره د بريټانيا سفير ویلي و، چې بريټانيا په افغانستان کې د سياسي بدلون لپاره د وسله والو فعاليتونو مخالفه ده، امريکا او ناروې هم په افغانستان کې له وسله والو فعاليتونو سره خپل مخالفت اعلام کړى او د ملګروملتو سازمان هم ويلي، چې په افغانستان کې  له هر راز تاوتريخوالي سره مخالف دى.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان پر وړاندې د بريټانيا نوى دريځ ستايلی دی.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات دوام د سيمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دى. مجاهد له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې هغه کسان چې ناوړه اراده لري، نا امنۍ ته لمن وهي او په يو ډول نه يو ډل وسلې ته لاس اچوي له هغوى سره هيڅ راز تعامل ونه لري او پر هغوى بنديزونه ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت ټينګار کوي چې سياسي او پوځي مخالف نه لري او د هغو کسانو پر وړاندې چې غواړي امنيت ګډوډ کړي، سخت چلند کوي.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا