
نړيوالې رسنۍ، د لېندۍ ۲۹ مه، باختر
په لندن کې قاضیانو د حکومت هغه تګلاره قانوني وبلله چې غواړي بریتانیا ته ورتلونکي، ورغلي پناه غوښتونکي او کډوال روندا ته انتقال کړي.
دغه تګلاره د پخواني صدراعظم بوریس جانسن په وخت کې ټاکل شوې چې مهاجرو او بشري حقونو سازمانونو او فعالانو یې پر ضد اعتراضونه او مظاهرې کړې.
حکومت غواړي د دې تګلارې په پلي کېدو سره بریتانیا ته د ورتلونکو کډوالو شمېر کم کړي چې د فرانسې له شمال څخه د اوبو له لارې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته پورې وځي.
د بریتانیا حکومت غوښتل چې د جون په میاشت کې له پناه غوښتونکو او کډوالو څخه یوه ډکه الوتکه روندا ته انتقال کړي، خو د حقوقي مسئلو او ننګونو له کبله دا پرواز وځنډول شو.
یو شمېر کسانو او سازمانونو د لندن عالي محکمې ته عریضه کړې وه او د حکومت دا تګلاره یې ناقانونه بللې وه. هغوی له محکمې څخه غوښتنه لرله چې د تګلارې پر ضد پرېکړه وکړي. قانون پوهانو د نورو دلایلو تر څنګ دا خبره هم کوله چې روندا د کډوالو لپاره خوندي هېواد نه دی.
خو د فرانسې خبري آژانس د راپور په اساس «محکمه دې نتیجه ته ورسېده چې دا د حکومت لپاره قانوني دي چې په روندا کې د پناه غوښتونکو د بیا ځای په ځای کېدو ترتیبات ونیسي او دا چې د هغوی د پناه غوښتنې د قضیو په اړه به د بریتانیا پر ځای په روندا کې پرېکړه کېږي.
د محکمې په پرېکړې کې همدغه راز ویل شوي دي: « په روندا کې د پناه غوښتونکو بیا ځای په ځای کول د ملګرو ملتونو د مهاجرت له کنوانسیون او د ۱۹۹۸کال د بشري حقونو د وضع شویو مکلفیتونو او د حکومت د نورو مکلفیتونو سره برابر دي.
قاضیانو همدغه راز وویل چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمین د اتو پناه غوښتونکو د قضیو په اړه شرایط په ښه شکل په پام کې نه دي نیولي او دا قضیې یې بېرته هغې ته استولي دي.
د پناه غوښتونکو مسئله د بریتانیا د محافظه کاره حکومت لپاره یو لوی سرخوږی دی.
د روان کال په ترڅ کې د فرانسې له شمال څخه په کوچنیو کښتیو کې څه باندې ۴۳ زره پناه غوښتونکي بریتانیا ته داخل شوي.
حکومت د هغوی د ځای په ځای کولو او د ټولنیزو خدمتونو د برابرولو په برخو کې له سخت فشار سره مخامخ دی.
د بریتانیا اوسنی صدراعظم رېشي سوناک هم د دغې تګلارې ننګه کوي چې په اساس یې د ۲۰۲۲ د جنورۍ له میاشتې راهيسې هر کس چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته د پناه غوښتنې لپاره داخلېږي، روندا ته به استول کېږي.
د روندا حکومت دا پرېکړه ښه بللې او په نړیواله کچه د مهاجرت د ستونزو د حل په برخه کې یو ګام بللی دی.
بهیر