امنیت

پنځه تنه په هرات کې د غلا په تور ونيول شول

هرات  باختر دوري دمياشتې ٣١ نيټه :
پنځه  تنه پرون په  هرات ښارکې  د وسله والو غلاو په  تور ونيول  شول.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحدوليزاده دباخترآژانس  خبريال  ته وويل ؛   دغه کسان دهرات ښار دپنځمې امنيتي حوزې دهلوځلو له امله له يوې تومانچې ، يو موټر ، يو موټرسايکل او له ١٧٠ کلي ګانو سره دهرات ښار له مربوطاتو څخه ونيول شول.
نيول  شويوکسانو په  لومړنيوتحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته