امنیت

دازبکستان داسلامي تحريک يو قوماندان ونيول شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٣ :
دازبکستان  داسلامي  تحريک  دتروريستي  سازمان يو قوماندان په کندز کې دافغان  او ناټو  دځواکونو  دعملياتو په بهيرکې  وينول شو.
باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ  چې په دغه قوماندان کله چې دافغانستان په شمال کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو  بوخت و بريد وشو او ونيول شو.
ويل کېږي  له قوماندان  څخه ترلاسه شوي  سندونه دازبکستان په اسلامي تحريک  اودطالبانو ،اسلامي ګوند اوالقاعده په ګډون  په نورو تروريستي  ډلو کې  دده غړيتوب  مشخصوي  .
  ناټو وايي دغه قوماندان دافغانستان په شمال  اوپه تيره بيا  په کندز ولايت کې دځينو تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود.
دغه قوماندان دغه راز  جګړه مارانو ته دوسلو اومالي  امکاناتو دبرابرولو مسووليت  هم په غاړه درلود .
ده دغه راز وسله والوطالبانو او دازبکستان اسلامي تحريک ته دتروريستي  بريدونو د روزنې ديوې ډلې مشري کوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته