خبرونهاقتصاد

برېښنا شرکت په تېر یو کال کې څه د پاسه ۲۴ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي

 کابل، د زمري ۱۲مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت مسئولین وايي چې په تېر یو کال کې یې ۲۴،۸ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي چې له دې جملې شاوخوا دوه میلیارده يې هغه پیسې دي چې د تېرو کلونو پر پیرېدونکو پاتې وې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو نن د دغه شرکت د کړنو او فعالیتونو یو کلن راپور له رسنیو سره شریک کړ.

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون، بانکي او اقتصادي ستونزو سره سره، بیا هم برېښنا شرکت وکولای شول چې په تېر یو کال کې (۲۴.۸) میلیارده افغانۍ عواید له خپلو پیرېدونکو راټول کړي او د کابل او ولایتونو په «بېلینګ سیستم» کې هغه ۵۰ زره پېرودونکي ثبت کړي چې مخکې ثبت نه وو.

رحماني زیاته کړه چې برېښنا شرکت د مخکېني حکومت له سیاسونو او زورواکو څخه د برېښنا لګښت پیسو د ترلاسه کولو په موخه یو میکانیزم جوړ کړی چې د اسلامي امارت له مشرانو سره شریک شوی چې تر تایید وروسته به عملي شي.

د رحماني په وینا؛ دولتي ادارې او ملي تصدۍ په ټولیز ډول ۱۴،۳ میلیارده افغانۍ له برېښنا شرکت پوروړي دي چې مالیې وزرات یې د ۱،۱ میلیارده افغانیو د لېږد ژمنه کړې او اوس کار پرې روان دی.

د سوداګریزو چارو رئیس وايي چې برېښنا شرکت په یاده موده کې، د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته د برېښنا پورونو له درکه ۱۳۸میلیونو ۲۰۱ زره ۷۹۳ امریکايي ډالره او د برېښنا تولید کورنیو شرکتونو ته د برېښنا لګښت له درکه ۱۷ میلیونه ۹۶۹ زره ۳۸۳ د امریکايي ډالره ورکړي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان برېښنا شرکت په تېر یو کال کې، ۴۳ زره ۳۴ نوي مېټرونه وېشلي او اوس مهال دغه شرکت ۱.۸ میلیونه پیرېدونکو ته د برېښنا خدمات وړاندې کوي.

په همدې حال کې، د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس انجنیر صفي الله احمدزي، د دغه شرکت د پروژو، فعالیتونو او راتلونکي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه پر ډونرانو غږ وکړ چې را شي او په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړه کړي، له دې پرته به د افعانستان برېښنا شرکت د خپل توان مطابق دغه پروژې له خپلې بودجې یا بلې بدیلې لارې تمویل او بشپړې کړي.

احمدزي څرګنده کړه چې په کابل کې د پرچاویو د زیاتوالي یو دلیل د برېښنا د پېرېدونکو د تقضا زیاتوالی دی او اوس مهال ۷۸ سلنه برېښنا وارداتي ده او هڅې روانې دي چې دغه ستونزه حل شي.

د غونډې په پای کې، د افغانستان برېښنا شرکت مالي او اداري رئیس اسدالله انعام، د ګاونډیو هېوادونو د برېښنا پورونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو او د برېښنا داخلي تولیدي شرکتونو ته تر اوسه ۱۵۱ میلیونه ډالره د برېښنا پورونه ورکړي چې ډېر یې د تېر حکومت پورونه دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان برېښنا شرکت ۱۲۲ میلیونه ډالره پوروړی دی چې د بانکي سیسټمونو د وضعیت په عادي کېدو سره به دغه پیسې هم د وارداتي برېښنا اړوندو هېوادونو او د برېښنا داخلي تولیدي شرکتونو ته ورکړل شي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا