امنیت

دنشه يي توکو دقاچاق وړونکي نيول

کابل باختر د وري  اوومه
  پوليسو پرون يو تن دلسګونوګيلوګرامو  نشه يي توکو دقاچاقو  په وخت کې دهلمند ولايت په ګرشک  ولسوالۍ کې ونيوه .
   له دغه سړى څخه په ترلاسه شويو نشه يي توکو کې  اووه  پنځوس کيلوګرامه اپين او شپاړس کيلوګرامه هيروئين شته .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل    دغه توکي په شپيتو کيلويي کڅوړو کې په ماهران ډول ځاى پرځاى شوي و اوکله چې ديو مازادا موټر  په و اسطه دکندهار ولايت دسپين بولدک  ولسوالۍ ته ليږدول  کيدل دپوليسو له خوا  دګرشک  ولسوالۍ په اډه  کې  کشف اوضبط  کړي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته