خبرونهاقتصاد

برېښنا شرکت په کابل کې د پوروړو ملکیتونه مهرلاک کړل

کابل، د لړم ۲۴ مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې په کابل کې د ۴۰ پوروړیو پېرودونکو ملکیتونه مهرلاک شول.

د کابل برېښنا تخنیکي ټیمونو د چمتلې برېښنا مدیریت په بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ پوروړیو پېرودونکو ملکیتونه د برېښنا پورونو د نه ورکړې او تحویلۍ له امله مهرلاک کړل.

د مسؤلینو په وینا، د یادو ملکیتونو خاوندان چې له نږدې پنځو کلونو راهیسې پوروړي دي، برېښنا یې هم پرې ده، خو بیا هم نه دي حاضر شوي، چې خپل پورونه ادا کړي.

د یادونې وړ ده چې د برېښنا شرکت رهبرۍ د سپارښتنې سره سم د عوایدو راټولولو او د ضایعاتو کموالي په موخه ټولو ولایتونو کې د پورونو د راټولولو جدي هڅې روانې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا