کابل باختر د وږي لسمه :
د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډزو له امله يو پوليس شهيد شو.
د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست غازي الله عمري د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ:
تېره شپه وسله والو طالبانو د پوليسو په يوې امنيتي پوستې ډزې وکړې چې له امله يې يو ملي پوليس شهيد کړى شو او وسله يې هم يرغلګرو له ځان سره وړې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ