خبرونهورزش

بست ساتونکو، کابل بازانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل، د زمري ۱۰مه، باختر

د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو ګروپي سیالیو کې افلاک فیضي بست ساتونکو، ایوبي کابل بازان لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او خپله اوومه بریا یې خپله کړه.

افلاک فیضي بست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې ایوبي کابل بازانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. کابل لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۸ منډې جوړې کړې او د ۹۹ منډو هدف یې وټاکه.

د ایوبي کابل بازانو ۹۹ منډو هدف پسې که څه هم د بست ساتونکو پیل ښه نه و او یوازې ۱۷ منډو کې یې خپل درې مهم لوبغاړي له لاسه ورکړه خو د حسن عیسی خېل په زړه پورې لوبې دغه لوبډله بریا ته ورسوله. د بست په ګټه حسن عیسی خېل په ۵۲ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې او افسر ځاځي په ۲۰ توپونو ۱۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې بست ساتونکي لوبډلې په نننۍ بریا سره د لوبډلو د درجه بندۍ نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ چې له مخې به یې سبا سهار له سپین غر پړانګانو سره لومړۍ کوالیفایر سیالۍ ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې د لومړي کوالیفایر ګټونکې لوبډله به نېغ په نېغه پایلوبې ته لاره پيدا کړي او بایلونکې لوبډله به د الیمنېټور لوبې ګټونکې لوبډلې سره دویم کوالیفایر ترسره کړي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا