ټولنه

سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د ليږدونې بهير پيل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
سعودي عربستان ته د افغان زيارت کوونکو د ليږدونې بهير پيل شو او د افغان حاجيانو د سپرلۍ لومړۍ الوتکه نن سهار له کابل څخه د سعودي عربستان په لور روانه شوه او په سيمه ييز وخت له غرمې مخکې په لسو بجو د سعودي عربستان د جدې ښار په نړيوال هوايي ډګرکې کښيناسته او دغه بهير د څو الوتنو په ترسره کولو سره دوام مومي.
د مدينې منورې له ښار څخه د باختر آژانس استول شوى خبريال سيدحبيب هاشمي خبر راکړ:
لومړۍ ډله افغان حاجيان د سعودي عربستان د جدې ښار ته ورسيدل.
د باختر آژانس خبريال زياتوي: څه ناڅه زر تنه افغان حاجيان لومړۍ ډله حاجيان دي چې د هيواد د هوايي شرکتونو د څو الوتنو په ترڅ کې د جدې د هوايي ډګر له لارې مدينې منورې ته ورسيدل.
دمدينې منورې په ښارکې د افغان بعثه رييس طالب شاه معصومي وايي: دحج او اوقافو وزارت هلې ځلې کړې دي چې افغان حاجيانو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي او په همدې مقصد له مخکې څخه د مدينې منورې په مقدس ښارکې د افغان زيارت کوونکو د استوګنې لپاره ودانۍ په اجاره نيولې شوې دي .
معصومي زياته کړه چې ترانسپورتي او روغتيايي اسانتياوې او خدمتونه هم د افغان بعثه له خوا په دغو دوو ښارونوکې د افغان زيارت کوونکو لپاره برابره شوي دي او په روان کال کې زياتې هلې ځلې شوې دي چې افغان زيارت کوونکو ته له پخوا زيات د استوګنې ښې زمينې او آسانتياوې برابرې شي.
ټاکل شوې ده د روان کال د فرضي حج په مراسموکې ٢٤ زره افغان زيارت کوونکي هم ګډون وکړي.
د حج او اوقافو وزارت معين داعي الحق عابد وايي چې د افغان حاجيانو د ليږدونې بهير نن پيل شو او د ليږدونې بهير د آريانا افغان هوايي شرکت، کام اير او د صافي د هوايي شرکت په ګډون د افغاني هوايي شرکتونو له خوا ترسره کيږي.
د افغان حاجيانو د ليږدونې بهير به د کابل، مزارشريف، قندهار او د هرات له څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو څخه ترسره شي.
د يادونې وړ دى چې د حج د مناسکو د ترسره کولو په لومړيو ورځوکې د افغان زيارت کوونکو لومړنى مقصد د مدينې منورې ښار دى او زيارت کوونکي به د څلويښتو لمونځونو له بشپړولو وروسته مکې مکرمې ته واستول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته