امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
څلور تنه ډار اچوونکي دکندز او بغلان  په ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتوپه بهير کې ووژل شول
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ويلي دي .
په تيرو څلورويشتوساعتو کې دکندز ولايت دمرکز په حضرت سلطان اوشاه محمد کليو کې دښه امنيت دتامينولو په موخه دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دخاصو قطعاتو په شپنيو عملياتو کې درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دملا منصور په نامه دطالبانو دډلې  يوسرګروپ  ټپي شوى دى .
دغه راز دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو دنور نويد-٣٣ په چاڼيزو عملياتو کې دملانور محمد په نامه دطالبانو دډلې يوسرګروپ  وژل شوى دى .
ديوبل خبرله مخې :دطالبانو دډلې يو غړى جلالي مشهور په عصمت الله دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر کلي کې دهېواد دامنيتي  ځواکونو له خوا نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته