امنیت

دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزوعملياتوکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر دليندي شپږمه
دامنيتي ځواکونوپه چاڼيزوعملياتوکې يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته ، يوه اندازې وسلې اومهمات ترلاسه شول او شپږ ماينونه ګشف  او شنډ کړى شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ويلي دي: دملي اردو منسوبينو د امنيت دتامينولوپه مقصد د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عقاب _ ١١٨ترعنوان لاندې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوشمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او يوه پيکا، يوکلاشينکوف، يوه آيکم مخابره او يوموټرسايکل ويجاړ شوي او شپږ ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
دهندوکش ستورى د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې چې دملي اردو دمنسوبينو له خوا  دبدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ يوشمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .
  دغه راز د قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يوشمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته