کابل / د لړم ۱۷مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم، د اسلامي اردو په تشکیلاتو کې د قول اردوګانو نومونه په لاندې ډول اعلانېږي:
- د کابل قول اردو چې مقر یې په کابل کې دی، د « ۳۱۳ مرکزي قول اردو» په نوم ونومول شوه.
- د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چې مقر یې په لغمان کې دی، د « خالد ابن ولید قول اردو» په نوم ونومول شوه.
- د ۲۰۳ تندر قول اردو چې مقر یې په پکتیا کې دی، د «منصوري قول اردو» په نوم ونومول شوه.
- د ۲۰۵ اتل قول اردو چې مقر یې په قندهار کې دی، د «البدر قول اردو» په نوم ونومول شوه.
- د ۲۰۷ ظفر قول اردو چې مقر یې په هرات کې دی، د «الفاروق قول اردو» په نوم ونومول شوه.
- د ۲۰۹ شاهین قول اردو چې مقر یې په بلخ کې دی، د «الفتح قول اردو» په نوم ونومول شوه.
- د ۲۱۵ میوند قول اردو چې مقر یې په هلمند کې دی، د «عزم قول اردو» په نوم ونومول شوه.
- د ۲۱۷ پامیر قول اردو چې مقر یې په کندز کې دی، د عمري قول اردو په نوم ونومول شوه.
وهاج