
کابل، د کب ۲۴مه، باختر
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د وزلوبې پیل شوې سیالۍ د بغلان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د بلخ د بدني روزنې او ورزش رئیس نور علم بدر له باختر سره په خبرو کې وویل، چې د دغو سیالیو په پای کې بغلان لوبډله وتوانېده، چې سرپل لوبډلې ته د صفر پر یو ماتې ورکړي او د دغه سیالیو اتلولي وګټي.
بدر زیاته کړه، چې په دې سیالي کې صدرالحق پهلوان د بغلان په نوم یو امتیاز ثبت کړ، چې د مسوولینو او د آس د خاوند له خوا په نغدي او غیر نغدي ډالیو ونازول شو.
د یادونې وړ ده، چې په یاد ټورنمنټ کې د وزلوبې له سیالیو څخه وروسته د نېزه بازۍ سیالۍ هم ترسر کېدې، چې نوموړیو سیالیو د وزلوبې سیالیو ته ځانګړې ښکلا وربښلې وه.
ص