سیاست

جمهور رئیس غني د پکتیا له مشرانو او متنفذینو سره غمشریکي وکړه

– کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د پکتیا د قومي مشر او جهادي شخصیت حاجي سردار احمدزي د وفات له امله د مرحوم د کورنۍ غړو، د پکتیا مشرانو او مخوروسره تير ماښام په ارګ کې غمشریکي وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې لومړی مولوي خالقداد د جمهور رئیس له غمشریکۍ څخه په مننه د حاجي سردار احمدزي د شخصیت په اړه خبرې وکړې او نوموړی یې خیرغوښتونکی او سوله ییز شخصیت وباله.
نوموړي جمهوررئیس ته د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د دولت او حزب اسلامي د سولې مبارکي وویله او له نورو افغان وسله والو مخالفینو سره یې د سولې د دغسې بریالیومذاکراتو د تداوم هیله وکړه.
مولوي خالقداد د حکومت د اقتصادي او انکشافي برنامو او پروژو د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئیس د هلو ځلو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني یو ځل بیا د پکتیا قومي مشرانو او مخورو ته د مرحوم حاجي سردار د وفات له امله تسلیت ووایه او مرحوم ته یې دخدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.
جمهور رئیس غني د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بریالیو مذاکراتو ته په اشارې وویل، دغه مذاکرات د پاک نېت، ټینګې ارادې، قضاوت او قانونیت په اساس ترسره شول او دا چوکاټ به د دولت او نورو افغان وسله والو مخالفانو د سولې لامل شي.
د هېواد جمهور رئیس یادو مشرانو ته په خطاب کې وویل، تاسو ټول د سولې سفیران یاست او ستاسو د هلو ځلو او مشورو له امله به د سولې نورې ګټورې لارې هم تشخیص شي. تر څو په افغانستان کې د وژنو، قتلونو، ورانیو او ناامنیو لړۍ پای ومومي.
د دغې غونډې په پای کې د مرحوم حاجي سردار احمدزي ورور حاجي حضرت د جمهور رئیس او د پکتیا د ټولو قومونو او ولسونو د مشرانو له غمشریکۍ څخه مننه وکړه او جمهور رئیس ته یې په چارو کې د لابریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته