
کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو او میشتو ځايي خبریالانو سره ګډه ناسته د لا همغږۍ په موخه ترسره شوه، چې له مخې یې په دې ولایت کې مطبوعاتي فعالیتونه د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ترسره شي.
په دې غونډه کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي له خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو وغوښتل، چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره دې خپلې خپرونې او نشرات برابر کړي څو په دې ولایت کې رسنیز فعالیتونه نور هم پراخ او د مسوولینو لپاره د پام وړ وګرځي.
ورته مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي له سیمه ییزو او ملي رسنیو څخه وغوښتل، چې په راتلونکي اختر کې دې د دې ولایت کلتوري دودونو، په تېر یوه کال کې رامنځ ته شویو فرهنګي، امنيتي، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو ته په ښه توګه انعکاس ورکړي او خپل ټولنیز رسالت دې د بغلان مېشتو ټولنو پر وړاندې ادا کړي.
د تنویر د رسنیز ګروپ په استازیتوب محمدحارث سیار او د بغلان د خبریالانو د ملي ټولنې مشر رازمحمد راز په دې غونډه کې د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه او ټينګار یې وکړ، چې نور به هم هڅه وکړي څو د دې ریاست سره په همغږۍ رسنیز فعالیتونه وکړي.
دغه خبریالان وايي، چې په دې ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو رسنیو او خبریالانو ته ښه کاري شرایط برابر شوي او دوی پرته له هر راز ستونزې خپرونې او راپورونه برابرولی شي.
اندړوال\لمر