۱۰۰ ورځې

رايه ورکوم چې ستونزې پاى ته ورسيږي.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
زياتره ښاريان چې د رايي ورکولومرکزونو ته ځي هيله لري چې دهيواد راتلوونکى مشر د دوى ستونزې حل کړي.
د دولسم ټولګي فارغ يونس وايي دکانکور بى نتيجو ته دى پاملرنه وکړي.
ګرځنده پلورنکى عالم هيله لري چې دکارموندلو زمينه برابره شي د دولت يو تن کارکوونکى چې وى غوښتل نوم يې ونه اخستل شي د اداري فساد پاى ته رسول ، له قانون څخه دتيښتې مخنيوي او د ټولنيزو ناخوالو پاى ته رسول له خپلو هيلو څخه بولي چې راتلوونکې مشر ورته پاملرنه وکړي .
دکابل اوسيدونکې عاقله وايي بايد دهيواد راتلونکى مشر له ترورستانو سره معامله ونه کړي.
په دې ډول هر هيواد وال چې د رايي ورکولومرکزونو ته ځي هيله لري چې بايد ورته پاملرنه وشي د دوى هيلې فردي نه دي بلکې تولنيزې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته