(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)امنیت

بغلان کې د اهل تشیع مشران د رامنځ ته شوي امنیت څخه خوښي څرګندوي

کابل، د وږي ۲۷ مه، باختر
د بغلان ولایت د پلخمري اړوند د گاوسوارو د سیمې د اهل تشیع دیني عالمانو او
قومي مشرانو د بغلان له امنیه قومندان سره په لیدنه کې له امنیتي ځواکونو سره د خپلو
همکاریو د ډېرولو ډاډ ورکړی او د رامنځ ته شوي امنیت څخه یې خوښي ښودلې.
د ګاوسوارو د سیمې دیني عالم کرم علي د امنيت د تامينولو په برخه کې د امنيتي
ځواکونو د هلو ځلو او له خلکو سره د پوليسو له ښه چلند څخه خوښي څرګنده کړه او
زياته يې کړه :«د بغلان ولايت د اهل تشیع قوم له ملي پوليسو او اسلامی نظام پوره
ملاتړ کوي او موږ به د دې موجوده امنیت د ښه والې لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه
کړو.»
نوموړي زیاته کړه چې د ډاډمن امنیت په شتون کې دوی خپلې چارې او مذهبي مراسم
ترسره کوي او هېڅ امنیتي ستونزه چې د دوی ژوند وګواښي شتون نه لري.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال الحاج ملا جان محمد حمزه د امنیت په
راوستو کې د اهل تشیع د دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو ولسونو د همغږۍ او
همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د بغلان ولایت پولیس د ټولو ښاریانو د ژوند
او مال د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي او هغوي ته یې ډاډ وړکر چې د امنیت په
تامین کې به له هېڅ راز هلو ځلو څخه په شا نه شي.
حمزه وویل:« په موږ کې هېڅ قوم او هېڅ څوک لومړیتوب نه لري، زموږ نظام
اسلامي نظام دی او د ټولنې د ټولو قبایلو او ملیتونه ساتنه او حفاظت زموږ دیني او
وجداني وجیبه ده، ان شاءالله زموږ او ستاسو مشرانو تر منځ اړیکې پیاوړې کېږي،
زموږ د قوماندانۍ دروازې تل ستاسو ګرانو هېوادوالو پر مخ خلاصې دې هر کله
کولای شي راشئ او د امنیت ښه والي او د ولس او امنیتي چارواکو اړیکو د لا ښه

والي لپاره ماته او نورو مشرانو ته لازمې لارښوونې وکړې ان شاءالله ستاسو ستونزو
ته به ژر تر ژره پاملرنه کېږي او په پوره توګه حل کېږي».
په همدې مهال د بغلان د نورو سیمو اوسېدونکي هم له امنیې قومندانۍ غواړي چې لا
دې خپلې هلې ځلې د امنیت خوندیتوب په موخه چټکې کړي څو هېڅ ډول امنیتي
ستونزه رامنځ ته نه شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا