امنیت

د داعش پرخلاف د پوځيانو له بريدونو څخه د اچين د خلکو ملاتړ

کابل باختر د وري  اووه ويشتمه :
د ننګرهار ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو په يو لاريون کې د داعشي ډار اچوونکو د سنګرونو پرخلاف د پوځيانو له بريدونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ.
لاريون کوونکي د اچين ولسوالۍ اوسيدونکي دي؛ چېرته چې په دې وروستيو وختوکې د داعشيانوپه سنګرونو د پوځيانو د ډيرو خونړيو بريدونو ډګر و .
  دغو لاريون کوونکو له حکومت او له بهرنيو ځواکونو څخه وغوښتل چې د ډار اچوونکو تر بشپړ له منځه وړلو پورې دې په ننګرهارکې د ډار اچوونکو په سنګرونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي .
  يو تن لاريون کوونکى حاجي ملک وايي چې د داعش پرخلاف پوځي عملياتو کې دغې ډلې ته د سردروند زيان اوښتى دى .
  ده هغو ظلمونو او ويجاړيو ته په اشارې سره چې له داعش ډلې څخه يې ليدلې دي؛ له حکومت او بهرنيوځواکونو څخه وغوښتل چې د ډار اچوونکو په سنګرونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي .
دوى د دې ترڅنګ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش په سنګرونو د امريکايي  ځواکونو د ستر بمي بريد ملاتړ وکړ .
  د ننګرهار د ولايتي شورا غړي عبيد الله شينوارى وايي چې د داعش پرخلاف د پوځي عملياتو او د ستر بمي بريد له امله دغې ډار اچوونکې ډلې ته  د سر دروند زيان اوښتى دى او د دوى څو پټنځي اومرکزونه له منځه تللي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته