خبرونهټولنه

بغلان کې د څه کم ٥٠٠ ماشومانو دوسيې څېړل شوې دي

 کابل، د لړم ۳۰مه، باختر

د بغلان د کار او ټولنيزو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د نږدې ۵۰۰ ماشومانو دوسیې څېړل شوې دي.

د بغلان د کار او ټولنيزو چارو ریاست د تامیناتو عمومي مدیر غلام رسول قانع په دې اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د روان کال په وروستۍ میاشت کې د ماشومانو ۴۹۰ قضیې څېړل شوي او تعقیب شوې دي.

د قانع په خبره، چې په دې مسايلو کې د کار کوونکو ماشومانو، معيوبينو، د زړه سوري، په خوارځواکۍ اخته ماشومان، کډوال ماشومان او د بې کوره ماشومانو لاسنيوی شوی دی.

قانع د کارګرانو ماشومانو په اړه وویل: ((د یونیسف په مرسته ۴۵۸۸ تنه ماشومان سروې شوي او پېژندل شوي او د کار او ټولنیزو چارو ریاست هڅه کوي چې د اړوندو بنسټونو له لارې ورسره مرسته وکړي.))

هغه زياته کړه، چې ډېری ماشومان د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله په کانونو، فابریکو او سړکونو کې په سختو کارونو بوخت دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا