امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول

کابل باخترد ليندۍ ۲۵مه
لس تنه وسله وال طالبان پرون په سرپل ولايت کې د پوځيانو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول او پنځلس تنه نور يې ټپيان شول .
  دسرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوی د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه ولايت کې ګډو امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت په مرکز پورې اړوند دلودين، پنجشير او دکنجک په کليوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغو کليو په پاکولو برسيره  ۱۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو کليوکې امنيت او ثبات ټينګ شوى دى او خلک د دفاعي سنګرونو په جوړولو کې  له امنيتي ځواکونوسره همکاري کوي .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته