(PS)خبرونه(PS)ټولنه

بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د وږي ۵ مه، نېټه ، باختر

د بغلان ولایت د بنو ولسوالۍ په پل کلان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د بنو ولسوالۍ د پل کلان په سیمه کې یو سراچه ډوله موټر له سړک څخه له وتلو وروسته چپه شوی چې په پایله کې یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا