
کابل، د وږي ۲۷ مه، باختر
د بغلان د سپورت او بدني روزنې آمریت په همکارۍ د فوټسال فدراسیون له لوري د
۶۰ټيمونو ترمنځ د فوټسال پیل شوې سیالۍ د سفید پوشانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
قاري محمد امیر امیري د بغلان د سپورت او بدنې روزنې آمر وايي، چې د ۶۰
ټېمونو ترمنځ د فوټسال دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې په مرکزي بغلان ولسوالۍ او
پلخمري کې پیل شوې وې، چې موخه یې د فوټسال الف لیګ ته د ۱۶ ټيمونو غوره
کول وو.
امیري زیاته کړه چې د دې سیالیو فاینل لوبه د لرخابیو او سفیدپوشانو د ټيمونو تر منځ
پلخمري په جمنازیوم کې ترسره شوه، چې په پایله کې یې د سفید پوشانو ټیم وتوانېده د
څلورو امتیازونو په اخیستو سره د دې سیالیو اتلولي او د لرخابیو ټیم د دوه امتیازونو
په اخیستو دویم مقام خپل کړ.
د بغلان ولایت د فوټسال لوبغاړي وايي، چې دغه ډول سیالۍ د لوبغاړو د وړتیا لوړولو
په برخه کې ګټورې دي او اړتیا ده چې ډېرې ترسره شي.