
کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
بغلان کې د ۸۲ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د روغتیايي خدمتونو د پلي کېدو چارې چې کلونه د باختر انکشافي شبکې له لوري وړاندې کېدې تازه اغاخان پراختیایي شبکې ته وسپارل شوې.
د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر مسعود احمدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې کلونه د روغتیايي خدمتونو چارې باختر انکشافي شبکې له لوري وړاندې کېدې، چې اوس د عامې روغتیا وزارت د امر پر اساس دغه چارې د آغاخان پراختیایي شبکې ته وسپارل شوې.
احمدي زیاته کړه، چې د مرکزي بغلان او نهرین ولسوالۍ دوه روغتونونه او په دې ولایت کې ۸۰ روغتیايي مرکزونه په دې لړۍ کې شامل دي، چې پر اساس به یې روغتیايي چارې د اغاخان د پراختیایي شبکې له لوري وړاندې شي.
د اغاخان د انکشافي شبکې د روغتیايي خدمتونو د مالي او تدارکاتو د برخې مسؤل نوید صدیق یارد باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د اغاخان پراختیایي شبکه په پوره ژمنتیا سره هڅه کوي، څو په ښه ډول سره معیاري روغتیايي خدمات د بغلان اوسېدونکو ته وړاندې کړي.
اندړوال\لمر