(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

بغلان کې سږکال په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر  ۱۴سلنه راټیت شوی دی

کابل، د زمري ۱۹ مه، باختر
په بغلان کې د مور په شیدو د تغذیې نړیواله اوونۍ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې لاهم روغتیاپالان دې ولایت کې په دې باور دي چې که څه هم د مور پرشیدو د ماشومانو تغذیه د ودې په حال کې ده ، خو بیاهم ګڼې میندې تر ټاکلې وخت مخکې په خپلو ماشومانو شیدې بندوي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس مسعود احمدي وایي، چې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور له شیدو څخه ګټه اخیستل د ماشومانو لپاره مهم مورد دی او آن کولی شي د ماشومانو لپاره د واکسین په توګه عمل وکړي.
احمدي زیاته کړه چې د تېرکال په پرتله سږکال په بغلان ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر د ۱۴۰۲ کال اولې ربعې ته په کتو ۱۴ سلنه راکم شوی دی.
د رقیه او زینبې په نوم دوه مېرمنې وایي چې په ماشومانو کې د ناروغیو زیاتوالي د مور په شیدو د کافي اندازې نه تغذیه کېدو له امله دي خو باور یې دادی چې د مور په شیدو د ماشومانو تغذیه کول کیداي شي د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو مقاومت لوړ کړي خو د میندو تر منځ په دې اړه د کافي معلوماتو نشتوالی د دې لامل کېږي چې ډېری میندې خپلو ماشومانو ته د ځان د شیدو له ورکړې ډډه وکړي.
په همدې مهال د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې میندې باید لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي، په لومړيو شپږو میاشتو کې د مور له شېدو پرته باید هیڅ ډول خواړه ور نه کړل شي خو په اوومه او اتمه میاشت کې بیا یو یا دوه ځله د مور د شیدو تر څنګ مېوه او نور حبوبات باید ورکړل شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا